ستانکزی: د ځینو ستونزو تر هواري وروسته به د نجونو ښوونځي بېرته پرانیستل شي

ستانکزی: د ځینو ستونزو تر هواري وروسته به د نجونو ښوونځي بېرته پرانیستل شي


  • 2 کاله دمخه (19/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 627

سمسور (۲۹غبرګولی۱۴۰۱) د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی وايي، ا.ا د ټولو افغانانو د تعلیم حق ته ژمن دی او په خبره یې د ځینو تخنیکي ستونزو تر هواري وروسته به په ټول هېواد کې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیستل شي. 

هغه نن په کابل کې یوې غونډې ته ویلي، چې تعلیم د نارینه او ښځینه وو شرعي حق دی او "اسلامي امارت" مسؤلیت لري، چې دوی ته د زده کړو زمینه برابره کړي. 

نوموړي تمه ښودلې، چې اړوند وزارتونه دې په دې برخه کې خپله توجه زیاته او لاره دې خلاصه کړي.

ښاغلي ستانکزي همدارنګه د خلکو پر ملاتړ ټينګار وکړ او ویې ویل هغه نظامونه، چې د خلکو ملاتړ یې له ځان سره نه لاره، ډېر ژر له منځه تللي دي.

ده ویلي، چې ا.ا باید په کور دننه خلکو ته د کار زمینه برابره او د سوداګرۍ لارې خلاصې کړي، تر څو بهر ته له کډوالۍ څخه را وګرځول شي.