باجوړ کې پرونۍ چاودنه؛ د وژل شویو شمېر ۴۴ تنو ته ورسېد

باجوړ کې پرونۍ چاودنه؛ د وژل شویو شمېر ۴۴ تنو ته ورسېد


  • 1 کال دمخه (31/07/2023)
  • سمسور نیوز
  • 531

اسوشېټېدپرېس خبر ورکړی، د پاکستان په باجوړ کې د تېرې ورځې په چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۴۴ تنو ته رسېدلی او نږدې ۲۰۰ نور ټپیان دي. 

دا چاودنه د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام ګوند په یوه غونډه کې شوې ده.

د خیبر پښتونخوا پولیسو ویلي، د دوی پلټنو ښودلې، چې دا یو ځانمرګی برید دی، خو په دې اړه خپلو پلټنو ته دوام ورکوي. 

تراوسه د دغې چاودنې مسوولیت چا یا کومې ډلې نه دی منلی. 

خو د پولیسو په خبره، ښایي د دغه برید تر شا د داعش وسله والو لاس وي.

بل لورته تحریک طالبان پاکستان په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړي دي.