د کرکت د یوې ورځنیو سیالیو د نړیوال جام لنډ تاریخ

د کرکت د یوې ورځنیو سیالیو د نړیوال جام لنډ تاریخ


  • 1 کال دمخه (27/09/2023)
  • جعفر هاند
  • 724

د کرکټ د ۲۰۲۳ کال د یوې ورځنیو نړیوالو لوبو سیالۍ څو ورځې وروسته په هند کې پیلیږي.  د افغانستان په ګډون په کې ۱۰ لوبډلې دي. افغانستان د ۲۰۱۹ کال په نړیوال جام کې یوازینی هېواد و چې یوه لوبه یې هم ګټلې نه وه.

په دې نړیوال جام کې دوه حیرانوونکي خبرونه دا دي چې د دغو سیالیو د لومړي او دویم دور اتله لوبډله وېسټ انډیز نشته او هالنډ په دغو سیالیو کې برخه لري.

 

استرالیا پنځه ځلې دا اتلولۍ ګټلې او ویسټ انډیز او هند دوه-دوه ځلې ګټلې دي.

 

د کرکټ د یوې ورځنیو نړیوالو لوبو د لومړي جام سیالۍ په ۱۹۷۵ کال وشوې. ویسټ انډیز په پایلوبې کې استرالیا ته ماتې ورکړه. پایلوبه د انګلنډ په لارډز کې وه. 

څلور کاله وروسته په ۱۹۷۹ کال بیا ویسټ انډیز نړیوال جام وګټه. لوبه بیا هم په لارډز کې وه، خو دا ځل یې په پایلوبې کې انګلنډ ته ماتې ورکړه.

 

له لومړي جام وروسته، د کرکټ د یوې ورځنیو لوبو نړیوال جام په هرو څلورو کلونو کې یو ځل کېږي. په ۱۹۸۳ کال هند په لومړي ځل دا اتلولي وګټله. پایلوبه بیا په لارډز کې وه او هند ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه.

 

د ۱۹۸۷ کال نړیوال جام سیالۍ په لومړي ځل له انګلنډ څخه د باندې وې. هند او پاکستان یې کوربانه و، خو استرالیا په لومړي ځل نړیوال جام وګټه. فاینل کې یې انګلنډ ته ماتې ورکړه. ۱

 

د ۱۹۹۲ کال د نړیوال جام سیالۍ په استرالیا کې وې او پاکستان  په پایلوبې کې انګلنډ ته ماتې ورکړه او دا اتلولي یې وګټله.

د ۱۹۹۶ کال اتلولي سري لانکا وګټله او دوی په فاینل کې استرالیا ته ماتې ورکړه. لوبې هم په سري لانکا کې وې.

د ۱۹۹۹، ۲۰۰۳ او ۲۰۰۷ کالونو نړیوال جامونه استرالیا وګټل.‌ دا سیالۍ په ترتیب سره په انګلنډ، جنوبي افریقا او ویسټ انډيز کې وې. استرالیا لومړی هېواد شو چې په پرلپسې ډول درې ځل یې دا نړیوال جامونه ګټلي.

 

په ۲۰۱۱ کال کې هند په دویم ځل د نړیوال جام اتلولي وګټله. د مهندر سینګ ډوني په کپتانۍ کې هند په پایلوبې کې سري لانکا ته ماتې ورکړه.

 

د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام بیا استرالیا وګټله. استرالیا او نیوزلنډ د دغو سیالیو ګډ کوربانه وو او استرالیا په پایلوبې کې نیوزلنډ ته ماتې ورکړه او په څلورم ځل یې دا اتلولي وګټله.

 

د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام اتلولي انګلنډ وګټله. دا سیالۍ په انګلنډ او ویلس کې وې او انګلنډ په پایلوبې کې نیوزلنډ ته ماتې ورکړې.

 

له ۱۹۹۲ راپدیخوا، زه د دغو ټولو نړیوالو سیالیو عیني شاهد یم. افغانستان له ۲۰۱۵ کال راپدیخوا مسلسل په دغو نړیوالو سیالیو کې لوبېږي. دا یې درېیم ځل دی.

 

په دغه نړیوال جام کې د افغانستان د بري دوعاوې به کوو.

 

۱. درې پېړۍ، په نړۍ او افغانستان کې د کرکټ تاریخ.