د سرپرست حکومت ريس الوزرا غزه کې روان وضعيت دې اندېښنې وړ بللی او په نړۍ يې غږ کړی دی چې هلته روان ناورين پای ته ورسوي.
نوموړي دغه راز د غزې په تړاو د نړۍ، بشري سازمانونو او ښکېلو خواوو خاموشي د خفګان وړ بللې ده.
همدې حال کې بیا نن حکومت له خلکو غوښتي وو چې د جمعه له لمانځه ورسته د غزې خلکو سره د همدردي او ملاتړ غږ هم پورته کړي.
د يادونې وړ ده چې اسرايلو د امريکا له لوري د ۶۰ ورځني اوربند طرحه منلې، خو حماس بیا د غور کولو ويلي دي.