ننګرهار کې د ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

ننګرهار کې د ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې


  • 1 کال دمخه (04/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 547

سمسور نیوز (۱۵وری۱۴۰۲) سیمه‌ییزو مسولین وایي، د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالي کې یو موټر چپه شوی، چې څلور تنو ته په کې مرګژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د رسنیز دفتر مشر ملا عادل ویلي، چې دغه پېښه پرون د خوګیاڼو ولسوالۍ په مملې سیمه کې د یو ډاټسن موټر د چپه کېدو له امله رامنځ ته شوې ده. 

هغه زياته کړې، چې په دې ترافيکي پېښه کې يو تن مړ شوى او درې نور ټپيان دي.  

د نوموړي په خبره، د پېښې ټپيان روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي.