ایران: د افغان کډوالو د مدیریت لپاره یوه اداره جوړوو

ایران: د افغان کډوالو د مدیریت لپاره یوه اداره جوړوو


  • 1 کال دمخه (27/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 614

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي وایي، د بهرنیو وګړو، په تېره په‌ دې هېواد کې د مېشتو افغانانو د مدیریت لپاره یوه اداره جوړوي. 

ځينو ايرانۍ رسنيو خبر ورکړى، چې د دې هېواد د کورنيو چارو وزير ايران ته د افغان وګړو د تګ لاملونه په ګوته کړي او ويلي يې دي چې که څه هم په ايران کې يو شمېر افغانانو قرباني ورکړې، خو یو شمېر داسې افغان کډوال په کار بوخت دي چې د کار وزارت لپاره د «منلو وړ» نه‌دي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر زیاته کړې، د دې ادارې د جوړولو طرحه د تصویب لپاره د اسلامي شورا مجلس یا د ایران پارلمان ته استول شوې ده.