امریکا د ایران په اټومي فعالیتونو اندیښنه ښودلې

امریکا د ایران په اټومي فعالیتونو اندیښنه ښودلې


  • 3 کاله دمخه (07/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1237

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او اروپايي ټولنه وايي، ایران په تازه راکټونو کې شل سلنه خالصو یورانیمو کارول پيل کړي دي، چې دا له اټومي هوکړې سره ښکاره سرغړونه ده.

اروپايي ټولنې زیاته کړې که چېرته ایران د مذاکراتو لپاره ښه نیت لري؛ نو له ورته پاروونکو اقداماتو دې لاس واخلي.

ایران بیا دا قانوني حق ګڼي او وايي، چې په دې اړه یې شاوخوا پنځلس ورځې وړاندې د اټومۍ انرژٌۍ نړیوالې ادارې ته هم معلومات ورکړي دي.

بل خوا بیا د اټومي انرژۍ نړیواله اداره وايي، چې ایران اټومي فعالیتونه پراخوي.

د امریکا تر منځ دا کړکیچ اوسنی نه؛ بلکې د امریکا د مخکیني ولسمشر ټرمپ په وخت کې هم په ایران د امریکا لخوا بندیزونه لګول شوي ول.