چین: افغانستان کې د خپل نفوذ او مداخلې په لټه کې نه یوو

چین: افغانستان کې د خپل نفوذ او مداخلې په لټه کې نه یوو


  • 1 کال دمخه (13/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 627

سمسور نیوز (۲۴وری۱۴۰۲) چین وایي، بېجېنګ په افغانستان کې د خپل نفوذ او مداخلې په لټه کې نه دی او په دې هېواد کې د نورو له لاسوهنې سره هم مخالف دی.  

د چین د بهرنیو چارو وزارت له لوري د افغانستان په اړه تازه پالیسۍ کې راغلي، چې بېجېنګ په افغانستان کې د سیاسي روغې جوړې لپاره د هر پلان او اقدام ملاتړ کوي او په دې تړاو هره ډول هڅو کې فعاله برخه اخلي. 

دغه هېواد همدا راز هیله هم ښودلې، چې د افغانستان سرپرست حکومت د ښځو، ماشومانو او قومونو په ګډون د ټولو خواو حقونو ته درناوی ولري، د افغانانو ګټې خوندي او هغه تمې پر ځای کړي چې نړیواله ټولنه یې ترې لري.

چین زیاته کړې ،له افغانستان سره به د بیارغونې، اقتصادي ودې، سوداګرۍ، پانګونې، کرنې، د بې وزلۍ ختمولو په ګډون بېلابېلو برخو کې مرسته وکړي.

دغه هېواد له افغانستان سره همدا راز د ترهګرۍ خلاف مبارزه کې هم د ټینګ ملاتړ ژمنه کړې.

چین له افغانستان سره د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د نړیوالې ټولنې پر ملاتړ هم ټینګار کړی دی.  

بېجېنګ وايي، امریکا باید سملاسي پر افغانستان لګېدلي بندیزونه لغوه، کنګل شوې شتمنۍ یې ازادې او له دغه هېواد سره بشردوستانه برخو کې پر کړو ژمنو عمل وکړي.