د کوچنیانو حقوق" چاپ شو


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • فریدون الهام
  • 1240

د کوچنیانو حقوق، د غوره علمي شخصیت ښاغلي پوهندوی نصرالله ستانکزي څیړنیز اثر دی چې پدې وروستیو کې د مستقل خپرندویه ټولنې لخوا د زرو ټوکو په شمیر په کابل کې خپور شوی دی.
په کتاب کې د افغانستان او په نړیوالو قوانینو کې د کوچنیانو د حقوقو په اړه موضوعاتو باندې خبرې شوي.
په یاد شوي اثر کې، د سریزې او د ماخذونو پر لست سربیره، د افغانستان په قوانینو کې د کوچنیانو حقوق او د کوچنیانوحقوق په نړیوالو حقوقو کې اړوند مبحثونه، په نولسو برخو کې تر څیړنې لاندې نیول شوي دي.
د کوچنیانو حقوق، په افغانستان کې د حقوقي کتابونو په لیکه کې یوه نوې، اړینه او په زړه پورې زیاتونه ده، چې بې له شکه د حقوق پوهانو، د حقوقو محصلینو او د ټولو وګړو د ښې استفادې وړ به وګرځي.
د پوهندوی نصرالله ستانکزي اثار تر دې دمخه هم د کتابونو، مقالو او څیړنو په بڼه ټولنې ته وړاندې شوي، چې، مبادي حقوق، د افغانستان د خصوصي او دولتي پوهنتونونو درسي کتاب، سیر در پارلمان های افغانستان، د حقوقو ویشنه، حقوقي قاموس (ګډ اثر)، او... د یادونې وړ دي. نوموړی د هیواد په دواړو رسمي ژبو تدریس او لیکنې کوي، چې د نوموړي د ځانګړې وطندوستۍ ښکارندويي کوي.
پوهندوی ستانکزی له دوو لسیزو را پدیخوا د کابل پوهنتون دحقوقو او سیاسي علومو، ژورنالیزم او اقتصاد په پوهنځیو کې د خپلو وطنوالو په روزنه بوخت دي. نوموړی په هیواد کې دننه، او بهر کې د حقوقو د برخې پیژندل شوي څیره ده.
نصرالله ستانکزی تیرکال (۲۰۰۹) د بیوګرافي نړیوال مرکز لخوا چې مرکز یې په انګستان کې دي او په نړۍ کې د پیړۍ د ۲۰۰۰ غوره علمي شخصیتونو د ټاکنې او د هغوي د لست د خپرولو دنده پر غاړه لري، د ۲۱ مې پیړۍ په غوره شخصیتونو کې شامل، او دغه نړیوال ویاړ یې افغانانو او نړیوالو ته ور وباښه.
درانه استاد، پوهندوی ستانکزي ته د دغه ارزښتمن اثر د خپراوي مبارکي وایو، او نوموړي ته د لا زیاتو بریو هیله کوو.
په عمر او قلم یې برکت.