برېتانیا: له طالبانو سره د داعش پر ضد مرسته کوو

برېتانیا: له طالبانو سره د داعش پر ضد مرسته کوو


  • 3 کاله دمخه (29/08/2021)
  • سمسور
  • 1021

که طالبان له خلکو سره د حکومت په څېر چلمد وکړي؛ نو برېتانیا تیاره ده، چې هر ډول مرسته ورسره وکړي.

د برېټانیا د وسله وال پوځ لوی درستیز جنرال نیک کارټر په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، چې برېټانیا د داعش د خطرونو او دغه ډلې پر ضد له طالبانو سره بشپړې همکارۍ ته تیار ده، خو په دې شرط چې طالبان د یوه رښتینې حکومت په څېر چلند ولري.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې دوی به د طالبانو نورې کړنې هم وګوري او له هغې وروسته به ورسره د مرستو په اړه فکر وکړي.

باید یاده شي، چې تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر هېوادونو ویلي، چې دوی به د طالبانو کړنو ته په کتو له یاد حکومت سره تعاملات وکړي.

 کارټر دغه راز وایي چې د طالبانو په اړه د دوی کړنو ته په کتو پرېکړه کوي. تر دې وړاندې د برېتانیا نورو لوړپوړو چارواکو هم ویلي وو چې د طالبانو کړنو ته په کتو د دوی په اړه پرېکړه کوي.