ده سبز کې یو صنعتي ښارګوټی جوړېږي

ده سبز کې یو صنعتي ښارګوټی جوړېږي


  • 2 اونۍ دمخه (07/04/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 25

د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې خصوصي سکټور غواړي د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې یو صنعتي ښارګوټی جوړ کړي. 

د دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې وايي، هغوی د دغه وزارت له سرپرست نورالدین عزیزي سره په یوه لیدنه کې ویلي، چې پر دغه ښارګوټي به ۱۲ میلیونه امریکايي ډالره پانګونه کوي. 

په خبرپاڼه کې راغلي، چې عزیزي د هغوی د پانګونې هرکلی کړی او د پروپوزل جوړولو غوښتنه یې ځني کړې ده. 

ویل کېږې، چې دغه ښارګوټی به پر ۱۰۰۰ زره جریبه مځکه جوړ شي او زرګونو کسانو ته به د کار زمینه پکښې برابره شي.