بې پولې ډاکټران: افغانستان کې د ناروغانو شمېر زیات شوی

بې پولې ډاکټران: افغانستان کې د ناروغانو شمېر زیات شوی


  • 1 کال دمخه (12/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 500

د بې پولې ډاکټرانو سازمان خبر ورکړی، چې افغانستان کې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ناروغانو په شمېر کې د تېر کال په پرتله زیاتوالی راغلی دی.  

دغه سازمان پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د روان ۲۰۲۳ کال د جنورۍ او جون د میاشتو ترمنځ د دغه سازمان روغتونونو ته په مجموعي ډول ۲ سوه او ۶۸ زره او ۳۹۴ ناروغانو مراجعه کړې ده.

دغه سازمان ویلي، چې په دغه شمېر کې ۱۷۹ زره او ۸۶۰ تنو ته په عاجله خونه کې روغتیايي مشورې ورکړل شوي، ۵۰ زره او۱۹ تنه بستر شوي او اته زرو او ۸۶۴ ته د عاجلو او اوو زرو او ۶۲۹ تنو ته د جراحۍ د خدمتونو د برابرولو په ګډون روغتیايي خدمتونه برابر شوي دي. 

د بې پولې ډاکټرانو سازمان د بلخ، هرات او هلمند ولایتونو په ګډون د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې اته روغتونونو ته روغتیايي خدمات برابروي.