متقي له امریکایي چارواکو سره د خبرو لپاره دوحې ته روان شو

متقي له امریکایي چارواکو سره د خبرو لپاره دوحې ته روان شو


  • 1 کال دمخه (29/07/2023)
  • سمسور نیوز
  • 553

د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال احمد ضیاء تکل په خپل ټوېټرپاڼه لیکلي چې د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ د اسلامي امارت یو پلاوی دوحې ته ولاړ.

نوموړي همدارنګه لیکلي چې دغه پلاوی به په دوحه کې له صلاحیت لرونکو امریکايي استازو سره د بندیزونو او د تور نوملړ ، د افغانستان د بانکي زېرمو د ازادولو او د هېواد د هوايي حریم د نقض په هکله خبرې وکړي.

ښاغلی تکل همدارنګه زیاتوي چې د اسلامي امارت دغه پلاوی به په دغه سفر کې د قطر دولت له ځينو چارواکو او په قطر کې مېشتو د بهرنیو هېوادونو له استازو سره هم پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې وکړي.