په میدان وردګو کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ مسؤلینو ویلي، چې پېښه تېره ورځ د جلرېز ولسوالۍ د «اونۍ کوتل» په سیمه کې د دوو سپرلیو موټرو ترمنځ د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.
سرچینې ویلي، چې په پېښه کې دوه تنه مړه شوي او ۹ نور ټپیان دي.
سرچینې زیاته کړې، د پېښې ټپیان د ولسوالۍ روغتون ته وړل شوي؛ خو د یو شمېر ټپیانو حالت نازک دی.
د پېښې لامل د موټر چلوونکو د بې احتیاطي بلل شوې.