سمسور (۲۸غبرګولی۱۴۰۱) ځایي امنیتي سرچینې وایي، چې په غور ولایت کې یوې ښځې له خپلو خویندو سره تر لفظي شخړې وروسته ځان په ډزو وژلی دی.
سرچینې ویلي، چې دا پېښه پرون د دغه ولايت په «ساغر» ولسوالۍ کې شوې ده.
د مالوماتو له مخې، د «فرشتې» په نوم دې مېرمنې د لفظي شخړې په ترڅ کې خپلو خویندو ته ویلي، چې دوی هم ځان وژنه وکړي.
ځایي مسوولینو ویلي، چې د دغې موضوع په اړه یې خپلې پلټنې پیل کړې دي.
په دې وروستیو میاشتو کې د هېواد له بېلابېلو سیمو د ځانوژنې د پېښو راپورونه زیات شوي، چې زیاتره قربانیان یې ښځې بلل شوې دي.