روان میلادي کال کې د څښاک د اوبو سل پروژې تطبیق شوي

روان میلادي کال کې د څښاک د اوبو سل پروژې تطبیق شوي


  • 3 کاله دمخه (19/06/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 1256

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو سل پروژې د هېواد په ۲۵ ولایتونو تطبیق کړې، چې په پایله کې یې ۲۵،۵۷۱ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوي دي. د اوبو رسولو د یادو شویو سلو پروژو د تطبیق په پایله کې د بادغیس، بغلان، بلخ، فاریاب، غور، هلمند، هرات، جوزجان، خوست، کونړ، ننګرهار، پکتیکا، پروان، سمنګان، سرپل، تخار، اروزګان او زابل ولایتونو په بېلا بېلو کلیو کې کې د اوبو رسولو ۶۷ لمریزې شبکې؛ د بدخشان، بغلان، بلخ، ډایکنډي، غور، کابل، خوست، نورستان، پکتیکا، اروزګان او زابل ولایتونو په مختلفو کلیو کې د اوبو رسولو ۱۳ کښښي شبکې؛ د ډایکنډي، فراه، فاریاب، کابل، ننګرهار او وردګ ولایتونو په بېلا بېلو کلیو کې د څښاک د اوبو ۵۹ څاه ګانې چې لاسي بمبې هم پرې نصب شوې او د بدخشان، بادغیس، فاریاب، هلمند، جوزجان او سرپل ولایتونو په مختلفو کلیو کې ۴۲ زیرمې جوړې شوي.

په یادو پروژو ۳۶۴ میلیونه او ۱۷۵ زره افغانۍ لګښت راغلی دی.