هرات کې د پرونیو زلزلو له امله د مړیو شمېر ۴۰۰ تنو ته ورسېد

هرات کې د پرونیو زلزلو له امله د مړیو شمېر ۴۰۰ تنو ته ورسېد


  • 11 مياشتي دمخه (08/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 468

په هرات کې د پرونیو پر له پسې زلزلو له امله د مړیو شویو کسانو شمېر ۴۰۰ ته رسېدلی دی. 

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، په دې زلزله کې سلګونه تنه نور ټپیان شوي دي او دا شمېر وروستی نه دی.    

یادې ټولنې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې ۱۲ کلي یو مخ ویجاړ شوي چې ځاني زیان به یې پراخ وي.

افغاني سرې میاشتې ویلي، چې په زنده جان ولسوالی کې یې تر خاورو لاندې د ژوندي پاتې کسانو د ژغورلو هڅې پیل کړې دي.  

سرچینې همدا راز ویلي، چې زلزله ځپلې سیمې ته يې د درملو او اړینو توکو لیږدول هم‌ پیل کړي.

د یادونې ده چې تېره ورځ له غرمې مخکې د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کې د زلزلې څو پرله پسې ټکانون احساس شول، چې امله یې ګڼ ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.