سیمه ییز مسوولین وایي، د سالنګ لویه لاره د مسافر وړونکو موټرو پر مخ بېرته پرانېستل شوه.
د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دا لاره اوسمهال یوازې د وړو موټرو پر مخ بېرته پرانیستل شوې او بار وړونکو موټرو ته اجازه نه ورکول کېږي.
حق شناس لیکلي، چې یاده لاره تېره ورځ سهار د ډېرې واورې او توپان له امله تړل شوې وه، چې نن سهار بېرته پرانېستل شوه.
د سالنګ لویه ډېر کله د ژمي په موسم کې د زیاتې واورې ورېدنې او توپان له امله تړل کېږي، چې مسافر او موټر چلوونکي له ستونزو سره مخ کوي.