د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ۱۰۹ جریبه دولتي ځمکې د ګټې اخیستنې حق نورو ادارو ته ورکړ

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ۱۰۹ جریبه دولتي ځمکې د ګټې اخیستنې حق نورو ادارو ته ورکړ


  • 3 کاله دمخه (11/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1235

ښارجوړولو او ځمکو وزارت چارواکي وايي، چې د دولتي ځمکو د لیږد په دوام یې ۱۰۹ جریبه دولتي ځمکه نورو ادارو ته ولیږدوله، چې له دې شمېر څخه ۲ جریبه د فاریاب ولایت میمنې ولسوالۍ کې د ښځینه بڼ رغولو په موخه د ښځو چارو وزارت ته ، ۳۰ جریبه ځمکه د لوګر ولایت محمد آغې ولسوالۍ کې د کرکټ میدان رغولو په موخه د کرکټ بورد ادارې ته، ۷۱ جریبه ځمکه پروان ولایت کوه صافي ولسوالۍ کې د یو څلویښت ښوونځيو رغولو په موخه پوهنې وزارت ته، او ۶ جریبه ځمکه د کابل ولایت په سروبی ولسوالۍ کې د صنعتي او تفریخي پارک رغولو په موخه صنعت او تجارت وزارت ته لیږدولې ده.

سرچینه زیاتوي، چې ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ټولګټو پروژو پلي کېدو په موخه، دولتي ځمکې نورو ادارو ته لیږدوي تر څو د پروژو رغولو سره، عامه خدمات ښاریانو ته وړاندې کړي.