ملګري ملتونه  افغانستان کې د بشري وضعیت په تړاو غونډه کوي

ملګري ملتونه افغانستان کې د بشري وضعیت په تړاو غونډه کوي


  • 1 کال دمخه (18/06/2023)
  • وحید الله ځدراڼ
  • 518

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د سویس په پلازمېنه جینوا کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه غونډه جوړه کړي. 

د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ریچارډ بنېټ به دې غونډې ته په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړي.

د ریچارډ بنېټ د راپور په یوه برخه کې چې تېره پنجشنبه خپره شوه، لیکل شوي چې اسلامي امارت د ۵۰ فرمانونو په صادرولو سره ښځې له عامه ژوند څخه لرې کړې دي.