ننګرهار کې د داعش ډلې د استخباراتو مسؤول وژل شوی.

ننګرهار کې د داعش ډلې د استخباراتو مسؤول وژل شوی.


  • 1 کال دمخه (08/03/2021)
  • خالد سهار
  • 436

تېره شپه ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو ولسوالي څنډلۍ سیمه کې د یاد ولایت لپاره د داعش ډلې د استخباراتو مسؤول وژلی دی.

 

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د ملي امنیت ځانګړې قطعې په خوږیاڼو ولسوالي کې د داعش پر وړاندې عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې د یاد ولایت لپاره د داعش ډلې د استخباراتو مسؤل امیرخان، چې په امیر مسعود کفتری مشهور و، وژل شوی دی.

 

د سرچینې په حواله یاد کس غوښتل، چې د خپلو کسانو پرمټ په کابل او ننګرهار کې موټر بم بریدونه ترسره کړي.

 

د یادونې ده، چې تېره ورځ هم ننګرهار کې د ملي امنیت ځواکونو د داعش ډلې یو موټر بم هدف ته تر رسېدو وړاندې نیولی و.