حمدالله محب او احمد مسعود د افغانستان پر وضعیت غږېدلي

حمدالله محب او احمد مسعود د افغانستان پر وضعیت غږېدلي


  • 2 کاله دمخه (14/10/2022)
  • سمیر احمد
  • 864

سمسور نیوز (۲۲تله۱۴۰۱) د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار حمدالله محب او د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د افغانستان پر اوسني او راتلونکي وضعیت خبرې کړې دي.

ښاغلي محب رسنیو ته ویلي، چې د دې خبرو اصلي تمرکز د ډیموکراسۍ او جمهوري نظام پر راتګ و، چې په هغه کې به د هېواد ملي بیرغ په ګډون ټول ملي ارزښتونه خوندي وي. 

نوموړي پر سوله ییزې مبارزې د ټینګار ترڅنګ زیاته کړې، چې سیاسي اجماع په هر ډګر کې اړینه ده. 

د هغه په خبره، د پخواني نظام د سقوط یو لامل د سیاسي اجماع نشتوالی و.  

حمدالله محب ویلي، چې احمد مسعود د سیاسي اجماع پر اړتیا موافقه کړې ده.