امرالله صالح په سپینو سترګو دروغ وایي

امرالله صالح په سپینو سترګو دروغ وایي


  • 4 کاله دمخه (06/11/2020)
  • خلیل
  • 1118

د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، امرالله صالح په سپینو سترګو دروغ وایي، او جعلي انځورونه یې جوړ کړي ترڅو د تېرې ورځې د برید پړه په طالبانو ور واړوي.

د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یو ټویټ پیغام کې د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح په هغه څرګندونوغبرګون ښودلی چې زیاته کړې یې وه په کابل پوهنتون پرونی برید د طالبانو کار دی او په وینا یې له برید ګرو پاتې شوې نښې دا ښیي چې دغه برید طالبانو کړی دی

" دا څنګه ممکنه ده چې په څو ساعتونو بریدګر په دېوالونو خطاطي ته وخت پیدا کړي او په میرزایي خط امارت ولیکي، او د بریدونو ځای ته د امارت د بیرغ وړلو ضرورت څه دی".

نوموړي وایي، داعش ډلې د بریدګرو انځورونه خپاره کړي او په خبره یې جسدونه هم له افغان حکومت سره دي دوی کولای شي چې جسدونه له خپاره شوو انځورونو سره وګوري.