نیمګړي ارمانونه


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمد ابراهيم سپېڅلی
  • 1583

 سپین ږیري پلار د ځوان زوی جنازې ته اوږه ورکړه او په ډېر تکلیف یو څو ګامه تر جنازې لاندې روان دی.

سید کریم د پلار ځوان زوی و چې د سړک غاړي په یوه بمي چاودنه کې شهید شوی او اوس يې د قبر خوا ته جنازه وړي.
سید کریم په هیڅ خبر نه و، سهار وختي د مېلې لپاره له ملګرو سره په شاه ولي‌کوټ ولسوالۍ کې د (دهلې بند) ته، چې یو ډېر منظره‌يي ځای دی، په موټر کې روان شو. 
نوموړی د کندهار پوهنتون د طب پوهنځي محصل او د خدای ورکړي لوړ استعداد له مخې پر ټولګیوالو سربېره، پر استادانو هم ګران و.
د پوهنځي ټول استادان په دې باور وو چې سید کریم به تر فراغت وروسته زموږ ترڅنګ ځوان ډاکټران روزي او دی کولای شي چې خپله پوهه نورو ته په ښه ډول انتقال کړي.
سید کریم د جمعې په ورځ له ملګرو او ځینو ټولګیوالو سره د مېلې په نیت په موټر کې روان شو، خو نن يې فکر د مخکېنیو مېلو په ډول سم نه دی او د ملګرو په مجلس کې پوره ونډه نه اخلي.
که څه هم په موټر کې د یارانو خندا او لوړې موسیقي شور جوړ کړی دی، خو سید کریم بیا هم داوږدو فکرونو په سېلاب کې غرق ناست دی. 
موټر د ارغنداب ولسوالۍ تر کوتل یو څه ها خواته له دوکانونو سره ودرېده، په موټر کې سپاره ملګري یو یو د مېلې لپاره سودا رانیولو ته له موټر څخه راکښته شول. 
د سودا رانیولو پر مهال هم ملګري له یو او بل سره ټوکې کوي، خو سید کریم بیا هم هغسې چوپ او د مخکېنیو ورځو په ډول نه ږغېږي.
د مېلې لپاره د خوښي وړ خوراکي شیان اماده شول، ټولګیوال او ملګري د پيسو په ورکولو کې هڅه کوي چې دوکاندار ته مخکې پيسې ورکړي، په دې وخت کې سید کریم د دوکاندار د ترازو په پله کې د زرو افغانیو نوټ وروغورځاوه او په لوړ ږغ يې وویل، (والله که يې بل څوک ورکړي، همدا زری بس دی، که نورې پیسې هم درکړم؟) 
دوکاندار شمله شاته واړوله او په خندانه لهجه يې ورته وویل، نه یاره په ما پسې مو لا یو څو راځي.
ټولو یارانو له جېبونو څخه راکښلې پیسې بېرته خپلو جېبونو ته کړې او په موټر کې د مېلې خوا ته روان شول. 
بیا هم په موټر کې د یارانو زوږ دی، خو سید کریم د پخوا په ډول څه نه وايي. 
موټر وار په وار تېزېږي، دا دی تر سرکاري باغ او خواجه ملک ولي بابا هم تېر شو، که څه هم سړک ډېر پراخ نه دی، خو پر پاخه سړک موټرځغلول د ځوانانو شوق دی. 
نیم ساعت نور هم موټر مزل وکړ، ناببره د یوې لويې چاودني غږ شو، د ځوانانو زوږ، لوړه موسیقي او خنداوې یو دم چوپ شوې.
هغه ځوانان چې یو ګړی تر مخه يې تک سپین کالي او د مېلې لپاره چمتووالی نیولی وو، په وینو کې لت پت یوې او بلې خوا ته پراته دي. 
د چا غبرګې پښې یا غبرګ لاسونه مات دي، د چا سر دوه ځایه دی، څوک نیمايي نه شته او څوک د پېژندلو نه دي.
سړک بند شو، له نورو موټرونو څخه خلک د مرستې لپاره راغلل، د ځوانانو په راټولولو لګیا شول. 
د سید کریم پر ځیګر یوه لویه اوسپنه لګېدلې ده او تر ملا يې وتلې ده، سترګې يې یخې پاتې او خوله يې لکه خاندي چې داسې مالومېږي.
سید کریم د پلار یوه دانه زوی و، له پلار سره يې قو ل کړی و چې دا ځل له کلنيو ازموینو وزګار شي، نو عمرې ته به يې لېږي او چې له پوهنتون څخه فارغ شي، نو بیا به واده کوي.
دا یوازې د سید کریم پلار نه دی چې ارمانونه يې نیمګړي شول، بلکې په دوه زره پنځلسم کال کې د کندهار د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د نظارت او څېړنې د څانګې د مسوولینو د اطلاعاتو له مخې، په دغه ولایت کې د بېلابېلو پېښو پر مهال ۴۹۲ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۲۵۵ ټپیان دي چې په دې ډله کې یوازې ۱۰۷ نارینه، ۲۴ مېرمنې او ۳۷ کوچنیان د سړک غاړي په ماین چاودونو کې وژل شوي او د دې تر څنګ ۱۷۸ نارینه، ۳۳ مېرمنې او ۳۷ کوچنیان د سړک غاړي ماینونو ټپیان کړي دي.
دلته موږ یوازې شمېرې لولو، یا یې لیکو، اصلا همدومره کورنۍ د غم پر ټغر کښېنستلې دي چې دا یو لوی بشري ناورین دی او د دې بشري ناورین مخنیوی یوازې په رښتينې سوله کې نغښتی دی. 
په دې هیله، چې نوی ۲۰۱۶ کال مو له غمونو لېرې کال وي.
سرخط‬ ورځپاڼه