د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ خپلمنځي شخړه کې ۱۴ کسان ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي ویلي، چې پېښه تېره ورځ مازيګر مهال د مومندرې ولسوالۍ غزګي سيمه کې شوې ده.
زابلي زیاته کړې، چې دغو کورنيو د ولسي تړون د يوې پروژې پر سر لانجه کړې ده.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغه شخړه کې له يوه اړخه ۹ او له بل لوري ۵ کسان ټپيان شوي دي.