بلخ ادبي خوځښت د درې غوره شعرونو د میاشتنۍ سیالیزې مشاعرې اوومه لړۍ له لږ ځنډ وروسته نن ترسره کړه.


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • ضمیر سار
  • 1383

 د درې غوره شعرونو میاشتنۍ مشاعره، چې هر میاشت د بلخ ادبي خوځښت د ځوانانو تر منځ د شعر سیالي رامنځته کوي، د لږ ځنډ وروسته نن د لیندۍ په ۱۲مه د بلخ ولسوالۍ په مرکز کې د لسګونو مشرانو او ځوانانو په ګډون ترسره شوه.

غلام رسول ملکزی د بلخ ادبي خوځښت غړي د مشاعرې ځنډ ناامنۍ وبلله او زیاته یې کړه، چې د لېرو سیمو ځوانانو به په مشاعره کې برخه نه شوی اخیستی؛ نو ځکه یې لږ ځنډولې وه.

هغه زیاته کړه: ((بلخ ادبي خوځښت نور په پام کې لري، چې د درې غوره شعرونو مشاعره په خپل وخت ترسره کړي))

دغه مشاعره د ویناوو او شعریزې سیالۍ برخو باندې وېشل شوې وه.

د بلخ ولسوالۍ ولسوال تیمورشاه فایض د خپلې وینا پر مهال وویل، چې په بلخ کې ادبی هڅو رنګ اخیستی دی.

هغه زیاته کړه، چې په دې وروستیو کې بېلابېلو مشاعرو او ادبي غونډو هڅولی، چې شاعرۍ ته بیا مخه وکړي.

فایض وویل: ((مونږ جمعه رخصت یو؛ خو نن د بلخ ادبي خوښت لپاره ستون شوم.))

د مشاعرې په دویمه برخه کې بېلابېلو شاعرانو شعرونه وړاندې کړل، چې له هغو څخه درې غوره شعرونه ددغې مشاعرې د حکمانو له خوا وټاکل شول.

په دغو درې غوره شعرونو کې لومړی مقام د تازه ګل سمسور شعر، دویم د فرید تنها او درېیم د جلات خان مینه پال شعرونو ته ځانګړي شو.

ددغو درې غوره شعرونو شاعرانو ته د بلخ ادبي خوځښت له خوا د ستاینلیکونو تر څنګ ډالۍ هم ورکول شوې.

په ډالیو کې کتابونه، مجلې او د لیک لوست نور وسایل شامل وو.

بلخ ادبي خوځښت له دې وړاندې د لوی اختر په درېیمه په بلخ ولسوالۍ کې د شیث ع زیارت ته څېرمه دودیزه مېله ترسره کړه، چې سلګونه ځوانانو او مشرانو په کې برخه اخیستې وه.

په دغه مېله کې اټن، کرکېټ او یو شمېر نورې دودېزې لوبې ترسره شوې.