لغمان کې "یو غږ د سولې لپاره" تر سرلیک لاندې مشاعره ترسره شوه

لغمان کې "یو غږ د سولې لپاره" تر سرلیک لاندې مشاعره ترسره شوه


  • 3 کاله دمخه (03/06/2021)
  • خالد سهار
  • 1799

د لغمان په مرکز مهترلام ښار اړوند دانش فرهنګي مرکز په انګړ کې "یو غږ د سولې لپاره " تر سرلیک لاندې مشاعره ترسره شوه، چې په‌کې د دې ولایت سربېره د کابل، ننګرهار او کونړ ولایتونو ګڼ شمېر شاعرانو، لیکوالانو، فرهنګیانو، د مدني ټولنو استازو، ځوانانو، ورزش کارانو، خبریالانو او مېرمنو ګډون کړی وو. 

په پیل کې د سولې ولسي حرکت ولایتي مشر جاوېد مسرور ټولو راغلو مېلونو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د غونډې په تړاو هر اړخیزه مالومات ورکړل. 

یاده مشاعره، چې په لغمان کې د سولې ولسي حرکت او د سولې معمارانو مدني بنسټونو له لوري ترتیب شوې وه، په‌کې راغلو مېلونو سولې، یووالي، امن او باثباته افغانستان ته خپل ځانګړي شوي شعرونه، غزلونه او ترنمونه وویلې، چې د ګډون والو له خوا له توند هرکلي او چک - چکو سره بدرګه شول.

دوی د خپلو شعرونو په ژبه روانه افغان جګړه وغندله او د جګړې له ښکېلو خواوو یې وغوښتل چې راشي او د سولې له روانې پروسې سره یو ځای او روانه وینه تویېدنه بنده کړي.

دوی همداراز د لغمان په ګډون د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې روانه جګړه بدمرغه او تلپاتې سولې ته د نه رسېدو لاره وبلله او زیاته یې کړه، چې د جګړې ښکېل اړخونه باید دایمي اوربند وکړي. 

یاده غونډه کې یو شمېر د مدني ټولنو استازي د سولې پروسې فعالان ونومول شول او همداشان ورته ځینې ډالۍ او د وقار چپنې هم ورکړل شوې.

د دې ترڅنګ د لغمان د تیاتر ټیم له‌لوري د سولې په تړاو تمثیلي ټوټې هم د غونډې په دوام ترسره شوې، چې په‌کې یې خلک سولې او یووالي ته وهڅول.

باید وویل شي، چې د سولې ولسي حرکت او یو شمېر نورو بنسټونو د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې ورته پروګرامونه ترسره کړي دي، چې نن یې په لغمان کې هم د ولسونو پر مټ خپل غږ اوچت کړ.