سمسور (۲۸غوایی۱۴۰۱) په جوزجان کې سیمهییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله لږ تر لږ ۸ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۵ نور ژوبل دي.
سرچینې همداراز ویلي، چې دغه پېښه نن د قوش تپې ولسوالي په «پل ترکمن قدوق» سیمه کې د یو کاماز ډوله موټر د اوښتو له امله رامنځته شوې ده.
د جوزجا ولایت د عامې روغتیا رئیس عبدالغني صمیم باختر دولتي خبري آژانس ته ویلي چې د دغه پېښې ټول قربانیان روغتونو ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.
ښاغلي صمیم د یو شمېر ټپیانو روغتیايي حالت خراب بللی دی او په خبره یې کېدای شي د مړو شمېر تغیر وکړي.
په دې وروستیو کې ترافیکي زیاتې شوې، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.