غزه کې د وژل شویو کسانو شمېر تر ۲۶زرو وا وښت

غزه کې د وژل شویو کسانو شمېر تر ۲۶زرو وا وښت


  • 8 مياشتي دمخه (27/01/2024)
  • 340


د فلسطین د روغتیا وزارت وایي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلو په بریدونو کې ۱۸۳ فلسطینیان وژل شوي او ۳۷۷ نور ټپیان شوي دي.
یاد وزارت زیاتوي چې د غزې په تړانګه کې د‌ څه باندې دریو میاشتو جګړو په ترڅ کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۲۶زرو او د ټپیانو شمېر ۶۴۴۰۰ ته لوړ شوی دی.
تر دې وړاندې اسراییلو په هغو فلسطینیانو برید وکړ چې د بشردوستانه مرستو د ترلاسه کولو لپاره راټول شوي وو  په دې برید کې۲۰ کسان ووژل شول او ۱۵۰ تنه نور ټپیان شول.
بلخوا په مرکزي غزه کې د شپې پر مهال د النصیرات د کډوالو په کمپ کې د اسرائیلو په هوایی برید کې شپږ تنه  وژل شوي.
د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې یو جګپوړي چارواکي ویلي په خان یونس ښارکې د ملګرو ملتونو پر روزنیز مرکز د چهارشنبې په برید کې د وژل شویو شمېر ۱۲ ته رسېدلی او تر ۷۵ ډېر ټپیان دي.
د یادونې ده چې د امريکا په ګډون لوېديځو هېوادونو په وار وار ويلي چې د اسرائیل او فلسطین، دوه دولتونو جوړېدل د تلپاتې سولې لپاره یوازینۍ لار ده.