ننګرهار کې يوې ۱۲ کلنې نجلۍ څاه ته د غورځېدلو له امله ساه ورکړې

ننګرهار کې يوې ۱۲ کلنې نجلۍ څاه ته د غورځېدلو له امله ساه ورکړې


  • 1 اونۍ دمخه (12/05/2022)
  • سمسور
  • 42

سمسور (۲۲غوایی۱۴۰۱) ننګرهار کې ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په سپین غر واسوالي کې یوه دولس کلنه نجلۍ څاه ته غورځیدلې او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی. 

ځایي چارواکي همداراز وایي، چې د مدینې په نوم دغه نجلۍ تېره ورځ د دې ولسوالي اړوند «کنډو کلي» کې د اوبو ویستلو پر مهال څاه ته غورځېدلې ده. 

امنيتي مسوولينو ویلي، چې سيمې ته د يادې ماشومې ژغورنې په موخه پر وخت رسېدلي وو؛ خو هغه ونه ژغورل شوه او ساه یې ورکړې وه.  

وروستیو کې د هیواد په ځینو نورو ولایتونو کې هم ورته پېښې رامنځته شوې، چې زیاتره قربانیان یې کم عمره ماشومان وو.