د ملي دفاع وزارت په یوې خپرې کړې خبر پاڼې کې ویلي، چې وسله وال طالبان د دې ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید ترسره کولو پلان درلود.
دغه وزارت وایي، چې امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په مرسته دغه ډله وسله وال په نښه شوي، چې په پایله کې یې د طالبانو د یو قومندان په ګډون ۸ تنه وسله وال وژل شوي.
بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه د ور اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي.