نهو ولایتونو کې د اورښتونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شوی

نهو ولایتونو کې د اورښتونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شوی


  • 1 کال دمخه (02/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 441

د هواپېژندنې ادارې د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې نن او سبا د سختو اورښتونو او له امله یې د پراخو سېلابونو د راوتو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا هغه ولایتونه دي چې د بارانونو اټکل په‌کې شوی دی. 

د هواپېژندنې ادارې په خپره کړې خبر پاڼه کې زیاته کړې، چې په بېلابېلو سیمو کې د اورښتونو کچه له ۱۵ تر ۳۰ ملي متره اټکل شوې.