د روان تاوتریخوالي په پای ته رسیدو د افغان حکومت او یوناما ټینګار

د روان تاوتریخوالي په پای ته رسیدو د افغان حکومت او یوناما ټینګار


  • 4 کاله دمخه (28/10/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1167

 

افغان حکومت او یوناما د روان تاوتریخوالي پر پای ته رسیدو ټینګار وکړ.

په افغانستان کې د یوناما  د دفتر مشرې دیبورا لیونز او د ولسمشر لومړي مرستیال ترمنځ ناسته شوې او د امرالله صالح دفتر وایي، په کتنه کې توافق وشو، چې په روانه شخړه کې د هر افغان وژل کېدل یا ټپي کېدل یوه بشري غمیزه ده او تاوتریخوالی باید پای ته ورسول شي.

د یوناما په نهه میاشتني راپور کې چې پرون خپور شو راغلي، د ۲۰۲۰ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د تېر کال همدې مودې پرتله د ملکیانو مرګ ژوبله ۳۰ سلنه کمه شوې ده.

افغان حکومت او یوناما د روان تاوتریخوالي پر پای ټینګار وکړ.