د امریکا وېره؛ د سی ای اې مشر مسکو ته په سفر تللی

د امریکا وېره؛ د سی ای اې مشر مسکو ته په سفر تللی


  • 3 کاله دمخه (03/11/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1194

د امریکا د مرکزي استخباراتو یا سي ای اې رییس په یوه رسمي سفر روسیې ته تللی دی. د راپورونو له مخې ویلیم برنز به په دې سفر کې د سیمې او نړۍ د مهمو امنیتي مسایلو پر سر له روسي چارواکو سره لیده کاته ولري. سره له دې چې د روسیې او امریکا ترمنځ اړیکې ترینګلې دي خو دغه سفر د بایډن په امر ترسره شوی دی او امریکایي رسنۍ وایي چې د سفر تر ټولو ډېر تمرکز پر امنیتي مسایلو دی. امریکا به همدا راز د بشري حقونو پر سر هم له روسي لوري سره خبرې اترې ولري. ښایي د افغانستان روان وضعیت او نور مسایل هم په دې لیدنه کې د بحث موضوع وي.