ډيموکراسي د زنا و بېدينۍ په مانا نه، بلکې د زغم، ښه سلوک او د درناوي په مانا هم ده


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • سيد حسين پاچا
  • 1086

 [[ډيموکراسي يعنې زنا کول او چېرته چې ډيموکراسي نظامونه دي هلته زنا کول جُرم نه دی. بيا يې په تاکيد وکړ، خويندو او وروڼو په ديموکراسي نظامونو کې انسان په خور او مور بندو واز نه وي]].


نن په زياتره ډيموکراتيکو نظامونو کې درناوی، ښه سلوک او يو د بل د منلو زغم (برداشت) شته، خو په موږ يا زموږ په اسلامي نظامونو کې نشته. دا نظامونه خپلې پرېکړې له خپلس ولس او خپلو پارلمانونو سره د سلا ومشورو له ليارې ترسره کوي، خو موږ هرڅه ته مذهبي رنگ ورکوو. حال دا چې زموږ زياتره کړه وړه له اسلامي او هم له نافذه قوانينو سره هېڅ سمون نه خوري. حکومت نه خپل ولس او نه خپل نافذه قوانون ته او نه ولس خپل حکومت او نه قوانينو ته درناوی لري. زموږ يو اسلامي نظام هم لږ تر لږه دغه درې صفتونه نه لري؟ 

د فتوی په نه منلو څوک نه کافر کيږي. فتوی د رايې opinion يا مشورې advise بڼه لري. شوافعو په حرم کې په طواف د بيت الله کې په ((لمستم النساء)) کې له خپلې فتوی نه صرف نظر کړی او د احنافو رايه مني. کاشکې چې زما ملايان په دې خبر وای چې دلته په غرب کې زياتره د شپي نڅا ځايونه زموږ د اسلامي شېخانو دي. د منځني ختيځ حال دې وگوري چې هلته څه روان دي؟


ايران کې خو ډيموکراسي نه، بلکې اسلامي نظام دی. مگر متعه يا صيغه جايز بولي. حال دا چې ټول مذاهب په دې متفق دي چې صيغه ناجايز او له زنا سره يې ورته بولي. بلکې دا فحشاء او فاحشه خانو ته قانوني جواز ورکول دي چې حکومت ترې خپله ماليه tax اخلي او کاروبار business ته يې جواز ورکړی. د خليج په هېوادو کې څه حال دی؟ زما ملايان د دنيا له حاله څه خبر دي؟ له خېټې غږيږي.
په جهادي دوره کې خو ډيموکراسي هم نه وه، بلکې د مجاهدينو جهادي - اسلامي نظام وو چې له برکته يې د خلکو په سرونو کې مېخونه ټک وهل شول، د مړو نڅا وشوې. د ناهيد شهيد پسې شپږم منزل ته ورپورته شول. لواطت هم اوج ته رسېدلی وو، پاټکونو کې سخت ظلم روان وو. ، منکوحې مېرمنې يې ترې ستنې او پوستې ته يې يوړې او بيا شپږ مياشتې وروسته ورته د وخت مشرتابه ايله همدومره وليکل چې ((زنش بدهيد!))، نو يو اسلامي وجهادي او ستمی - اخوانی مشرتابه څنگه د کوم شرعي لاسوند او اسلامي ومدني يا د سيکولر وډيموکراسۍ د قانون له مخې مجرم ته سزا نه شي ورکولی، خو د ښځې خاوند ته پر عريضه باندې ليکي چې ((زنش بدهيد!)). په الهي ونبوي ارشاداتو او هم په بشري و مدني قوانينو او هم په کلتور (عُرف) کې ورته کوم ثبوت ولاسوند نه لرو، نو ملا صاحب دې ووايی چې په ډيموکراسي نظامونو کې خلک په خور ومور بندواز نه وي او که په اسلامي وجهادي نظام کې بندو واز نه ول؟


کلام پاک موږ زغم وتأمل او ښه سلوک ته رابولي. د بېلگې په توگه :
کله چې ابراهيم عليه السلام د شپې ستوري گوري، هغه فنا کيږي، متصل له هغې نه مخ اړوي او وايی چې زما فناکېدونکي يا وروکېدونکي يا له مينځه تلونکي نه خوښيږي.

بيا سپوږمۍ گوري، کله هغه هم ورکه شي. له هغې نه هم مخ اړوي او وايی چې که رب مې راته لارښوونه ونه کړي، نو زه به له لار ورکو نه شم.

بيا يې چې کله روښانه (ځلېدونکي) لمر وليده، نو ويی ويل چې چې دا مې رب لوی څښتن دی، خو چې کله هغه فنا ((ورک)) شي، نو له هغې مخ هم اړوي او ترې بېزاره شي او له خپل قوم سره خپل استدلال مخې ته وړي.

کلام پاک تل موږ په بيلا بېلو کليمو کارولو سره تأمل ته رابولي، لکه :: الا فتفکروا، افلا يعلمون، افلا تعلمون، افلا تعقلون، افلا ينظرون، افلا تنظرون، افلا يتفکرون، افلا يتدبرون، افلا اکون عبداً شکوراً او داسې نور. همدرانگه د دې په څنگ کې موږ زغم او صبر ته رابولي. ټول انبياء عليهم الصلاة والسلام زغم او صبر ته رابلل شوي. د زغم وصبر او د لمانځه سپارښتنه ورته شوې.

که څه ستونزه درته پيدا شوه، کلام پاک ته رجوع وکړئ. مؤمنان ((مسلمانان)) سره وروڼه دي، د دوی ترمينځ سره روغه جوړه وکړئ، خو موږ يې نن په جنگ اچوو. موږ ورته ضرر رسوو او موږ قصداً د پرمختگ مخه نيسو. اسلامي ارشادات موږ لورېينې ته رابولو، خو موږ وايو چې نه ټوله دې زما وي، هغه بل دې خاورې وخوري. اسلامي ارشادات وايی چې تاسو يو د بل درناوی وکړئ، زغم وکړئ، صبر وکړئ، لټون وسپيناوی وکړئ، خو موږ خپله سرزوري او احساسات منو.

کلام پاک موږ زغم او برداشت ته رابولي. د بېلگې په توگه :
يو مؤحد زوی حضرت ابراهيم عليه السلام خپل مشرک پلار ته څومره درناوی لري. ضحاک د ابن عباس په قول د پلار نوم يې ((تارخ)) [رواه ابن اپي حاتم] او د مجاهد او د السدي په قول آزر د بُت نوم وو. ابن جرير بيا وايی چې نه ((آزر)) وو. کلام پاک خپله د ((آزر)) يادونه کړې. ځينې وايی چې دوه نومونه يې وو کېدای شي چې يو يې نوم او بل يې لقب (تخلص) وو.

شرک هغه گناه ده چې پروردگار ورته ((لظلم عظيم)) ويلي او هېڅ د بښنې وړ نه ده چې ((ويغفر ما دون ذلک)). په بله مانا د دې امکان شته چې الله تعالی له شرک پرته نور گناهونه انسان ته وبښي، خو شرک نه بښي. له دې وجهې نه يې حضرت ابراهيم عليه السلام او نوح عليه السلام په غوڅو الفاظو ځواب کړي دي. ولې بيا هم هغه مبارک له خپل مشرک پلار سره څومره له زغمه، صبر، درناوي، ښو اړيکو او له درنو کليمو ((يا ابت)) کار اخېست او د پلار سلوک يې بيا هغسې ورسره نه وو، بلکې هېڅ ښه سلوک يې ورسره نه دی کړی. ولې بيا هم هغه مبارک پلار ته د بښنې دوعا وکړه، خو الله تعالی غوڅ ځواب ورکړ. هم يې نوح عليه السلام د زوی ((کنعان)) په باره کې غوڅ ځواب کړ.

درست ده چې دلته په غرب کې به ځينې ښځې لوڅې وي چې البته ځينې يې جرابې کاروي او ځينې يې نه، خو داسې هم نه ده چې سړی دې په کوڅه کې، يا پر لاره روان وي او يا دې په تمځای کې يې او ته دې هر چا ته ست وسلا وکړې. ان تر دې چې نايټکلب يا شپني نڅا ځای ته ځي او نيم لوڅې هم وي، خو هغې ته ست وسلا نه شې کولای، لکه څومره چې هلته توجيه کيږي. چې څوک دې ونه پېژني، نو مخ هم څوک درته نه دراړوي، بلکې ځينې خو درته د shit کليمه کاروي.

البته دومره خبره ده چې که يو څوک دې خوښيږي، نو د حالاتو، شرايطو او د اړيکو پر اساس که يو چا ته ووايی چې ((زما خوښېږې)) او د هغه هم خوښه وي، نو کېدای شي چې د وخت په تېرېدو سره مسايل مخته ولاړ شي، کنه دلته درته ښکاره وايی چې ((بښنه غواړم، زه ملگری لرم)). البته ښه وخراب هر چېرته شته. موږ ته خو د نورو د غيوبو پته شته او ورته ډېر ژر گوته نيولی شو، خو کاشکې چې خپلو غيوبو ته مو هم پام وای او خپلو گرېوانو ته مو هم لږ سر ورښکته کړی وای چې موږ څومره اصلاح يو؟ دلته وړم کال په پېښه وشوه چې د يوې کمعمرې جلۍ په باره کې چې په سگرټو او هيروينو يې راوستې وه او بيا يې پخپل مينځ کې يو بل ته حواله کوله. لس يا دولس تنه پکې زموږ مسلمانان ښکېل ول چې يو پکې د جومات ملا امام هم وو. هغه دوسيه لا تراوسه پورې په محکمه کې چليږي.

زموږ زياتره ملايان پوره اسلامي پوهه نه لري. ځينې خو ان يوازې حنفي مذهب ته قايل وي او بس او نورو مذاهبو ته خو له سره قايل نه وي او که قايل وي، بيا هغسې درناوی ورته نه لري. که دوی لږ په همدې فقه کې د ايمه وو ترمينځ په ځينو مسايلو کې د نظر تفاوت ته وگوري دوی به خپله پوه شي چې په يو شرعي مساله کې څومره توپير شته. د بېلگې په توگه :
د کلام پاک حکم دی چې ((ان الصلاة کانت علی المؤمنين کتاباً موقوتاً)) لمونځ وخت پر وخت فرض دی. د امام ابوحنيفه او نورو زياترو په نزد باندې بايد پخپل وخت وشي، خو د امام يوسف صاحب په قول که يو څوک د سفر په نيت وي او بيا په لاره کې تا ته د دې وخت نه برابريږي چې لمونځ وکړې، نو جمع صلاتين دې وکړې. له قضا نه به يې وختي اداء کونه ښه وي او ثواب هم پکې ډېر دی. يا دلته خلک په کار کې وي. که بل شيفټ ته گوري، نو لمونځ ترې قضا کيږي. او دېته ورته نور ډېر مسايل راواخله.
يا زموږ ملايان د ارتداد په مساله کې سملاسي غبرگون ته ځي، خو دېته پام نشته چې شريعت څه حکم کوي. پوليسو، څارنوالۍ، قضا دنده څه ده او د اولوا الامر صلاحيت څه دی؟ د حکم صلاحيت د چا دی؟ ايا هر څوک خپلسرانه قاضي کېدای شي چې يو مُجرم ته سزا ورکړي؟ څنگه يې ورکړي؟ او تر کومو شرايطو لاندې يې څنگه او د چا په حکم ورکړي؟

زموږ ملايان خو له ليک لوسته هم عاجز دي، نو بيا څنگه دوی په دې پوه شي چې يوه کليمه څنگه له انگريزي څخه يوې بلې ژبې ته سمه ژباړل شوې او يا نه؟ درست چې سيکولر خلک به تر اسلامپالو پورې دومره د مذهب پابند وي او يا نه، خو که حقيقت ته ولاړ شو څوک د دې تضمين ورکولی شي چې څوک رښتينی دی او يا نه؟ که د حل وحرمت مساله راشي، نو موږ پکې بيا له سيکولرانو بدتر يو. همدا نن دولتي وشخصي زمکې څومره سيکولرانو نيولي او څومره اسلامپالو نيولي دي؟ زموږ تر ملايانو او طالبانو پورې پاکستاني ملايان وطالبان ښه دي، ځکه چې هغوی خو لږ تر لږه تر ميټرک يعنې لسم پورې سبق ويلي وي.

پوښتنه دا ده چې ايا جهاد چا ته د دې اجازه ورکوي چې د چا حق وخوره او تلف يې کړه؟

د نظر د اختلاف مساله که راواخلو، د پېغمبر عليه السلام له وفات وروسته چې حضرت ابوبکر صديق رضی الله تعالی عنه خليفه شو. انصارو غوښتل چې عبادة بن صامت خپل مشر وټاکي. د پېغمبر عليه السلام په وجود کې خو هېچا مخالفت نه کاوه، خو د هغه له وفات وروسته انصارو غوښتل چې عبادة بن صامت خپل مشر وټاکي. انصار دې خپل مشر ولري او مهاجر دې خپل، خو د مهاجرو رايه دا نه وه، هماغه وو چې د مهاجرو او انصارو د رايو په اتفاق سره حضرت ابوبکر صديق رضی الله تعالی عنه خليفه وټاکل شو او عبادة بن صامت يوازې پاتې شو او هېچا ورته رايه ورنه کړه، خو هغه تر پايه له حضرت ابوبکر صديق رضی الله تعالی سره بيعت ونه کړ او نه ترې هغه مبارک د بيعت غوښتنه وکړه، خو دومره وه چې هغه (عبادة بن صامت) تر پايه د هغه مخالفت ونه کړ. کوم پاڅون او بلوا يې ونه کړه او نه يې خلک پاڅون وبلوا ته وبلل. بيا چې کله هغه مبارک وفات شو او حضرت عمر رضی الله تعالی عنه خليفه شو، نو هغه ورته وويل چې ((که موږ دې نه خوښيږو، نو بيا موږ پرېږده يعنې بل چېرته ولاړ شه، نو هغه بيا سوريه ته ولاړ او هلته يې هم په کوم بغاوت او پاڅون لاس پورې نه کړ او نه يې خلک کوم پاڅون او بغاوت ته راوبلل)). مگر د نظر اختلاف وو.

زما مشوره خپلو ملايانو او علماو ته دا ده چې دوی دې هر اړخيز پوهه ولري، د نه پوهاوي په صورت کې که ترې څه تېروتنه وشي او تېروتنه يې د يو چا د مرگ سبب او يا د حق تلفۍ سبب شي، داسې نه چې تېروتنه د قانون ماتونې او هم د اخروي ودنيوي مسووليتونو د نقض سبب شي، نو له دې وجهې نه کلام پاک په ډېر صراحت سره وايي چې ((تاسو د يوې پېښې په صورت کې ښه پلټنه وکړئ او ځان پوه کړئ)) داسې نه چې بيا پښېمانه نه شئ. نه دا چې څوک د خپل غرض لپاره تورن کړئ.

هر چېرته د خلکو او د پوليسو او د دولتي ارگانونو او د هغوی د چارواکو دندې او صلاحيتونه معلوم وي. هر څوک خپله دنده وړي. د بېلگې په توگه خلک له پوليسو سره مرسته کوي، راپور ورکوي، پوليس مجرم يا شکمن کس نيسي، حوالاتو او څارونوالۍ ته معرفي کوي، هغوی ترې تحقيق کوي، دوسيه يې قضا و اړوندو محاکمو او سترې محکمې او نورو عدليه ارگانونو ته ځي، د اعدام د حکم په صورت کې هېواد مشر حکم لاسليکوي او اړوند چارواکي د اعدام حکم سرته رسوي او په پای کې يې مړی ورثه وو ته سپاري چې هغوی يې يوسي او دفن يې کړي. نه دا چې هر څوک خپلسری قاضي شي.

دا به ښه خبره نه وي چې موږ دې ديموکراسي په ((زنا)) وژباړو. نور ډېر داسې احکام او کباير معاصي شته چې ((زنا)) ته ورته، يا ترې زيات او يا ترې په لږ ټيټه درجه کي دي، لکه د قتل، غيبت، سود وغيره. اصل خبره دا ده چې د الله تعالی وېره له چا سره نه وي، هغه که سيکولر وي يا اسلامپال او يا هر ډول نظام وي. تر څو چې خپله له الله تعالی وېره ونه لرې، اسلامي نظام، امارت وخلافت او ديموکراسي څوک نه شي اصلاح کولی. ځکه خو کلام پاک وايی چې :
ولباس التقوی ذلک خير واحسن تأويلاً.
اعدلوا هو اقرب للتقوی

که موږ ډېره ډېموکراسي ملامتوو، نو دېته مو بيا فکر شته چې موږ په جهادي پير او جهادي دوره (حکومت) کې څه ونه کړل؟ وروستۍ وسه مو دا وه چې له شپږ مياشتو وروسته ورته ايله دومره پر عرېضه ورته وليکل چې ((زنش بدهيد!)). که نن وپرون يعنې د ښاغلي کرزي وغني په دوره کې ډيموکراسي ده، نو له دوی مخکې خو د پروفيسور صاحب او آمر صاحب او د همدې شورای نظار، دوستم، مزاري  او داسې نورو باچاهي وه. موږ خو په خلکو د ((مړو نڅاوې)) وکړې، له پېغلو پسې شپږم پوړ ته وروختو او له خلکو مو خپلې مېرمنې په زور ستنې کړې او په پوستو کې مو ساتلې، د ښځو سينې مو غوڅې کړې او خلکو ته مو ډالۍ کړې، نو هغه هم د ډيموکراسۍ گناه وه او که زموږ د اسلامپالنۍ او که د خپل جهالت او نه پوهاوي؟

خدای مه کړه که ديموکراسي پر زنا تعبير کړو او دا دليل ونيسو چې دغو نظامونو ته زنا کوم ارزښت نه لري، نو لږ تر لږه خو دلته په غرب کې څوک پر وړې نجلې چې له قانوني سنه وړه وي تېری وکړي او هغه پوليس ته شکايت وکړي، نو پوليس ومحکمه پرې دواړه سخت غبرگون ښيي. د رسنيو له مخې خو زموږ يو تن ملا په جومات کې په کندوز کې له خپلې شاگردې وړې نجلۍ سره متهم شو. خدای خبر چې دېته ورته څومره نورې له رسنيو پټې ترسره کيږي. دا ښه دی چې ځينې حيوانات خبرې نه شي کولی، کله ناکله خو پرې ځينې ځوانان خپله غريضه ماتوي، نو هلته هم د ډيموکراسۍ گناه ده؟

که لږ ورپسې وړاندې ولاړ شو، نو بيا زموږ د أهل تسنن او أهل تشيع ترميځ د صيغې مساله پرته ده چې موږ يې ناجايز او هغوی جايز بولي. ځه که سوريه ولبنان او يمن يې ديموکرات هېوادونه دي، نو ايران خو ځان ديموکرات نه، بلکې اسلامي هېواد بولي، نو څنگه وکړو؟ لومړی بايد چې موږ او دوی سره وډزوو که څنگه؟ که له همدې ملا صاحبه مې وپوښتم چې ته خبر يې چې کوم أهل تشيع ملا به خپله خور و لور چا ته په صيغه ورکړې وي، نه، هېڅکله نه. د بل د خور و لور لپاره خو بيا فتوی اسانه خبره ده او هر څوک يې ورکولی شي.

که د ارتداد حکم ته ولاړ شو، نو د ابن تيميه رحمه الله په نزد باندې باندې مرتد متداوم يا عمري قيد د ډېر وخت لپاره وساتل شي. ځکه چې دا مشکله ده چې پوه شې. کله ناکله ارتداد ارادتاً نه، بلکې عملاً د ناپوهۍ وجهالت يا د نه زغم وبرداشت له امله وي، نو له دې وجهې هغه د دريو ورځو پرځای پر متداوم قيد باندې حکم کوي، نه دا چې يو تش امپړ ملا دې د محکمې له پرېکړې پرته خپلسرانه فتوی ورکړي. اول خو دا روښانه نه ده چې دا ملا څوک او څرنگه شخص دی؟ بناءً دا د حکومت، سترې محکمې او د حج واوقاف او د نورو عدليه ارگانونو دنده ده چې دا ډول کوډگران له زوايرو راټول، سوانخ يې وڅيړي چې کومه جُرمي سابقه خو به نه لري او د دې په څنگ کې يې اسلامي ومدني يا عصري پوهه هم وارزوي. د نه پوهاوي په صورت کې يې پوليسو او محاکمو ته حواله او زندان ته کش کړي او هلته يې تر هغې وساتي چې ترڅو يې لږ تر لږه اسلامي پوهه نه وي ترلاسه کړي.

نتېجه :
ملا، مينجاور، تعويذگر او داسې نور هېڅوک د خلکو د مرگ وژوند حق نه لري چې فتوی ورکړي. البته د شعايرالله او د مقدساتو حرمت او ساتنه د حکومت او د ولس مشترکه وظيفه ده، خو دا بايد د قانون او د اسلامي ارشاداتو په رڼا کې وي، نه دا چې هر څوک له ځانه قاضي جوړ کړي. قضا د هر چا دنده نه ده. قانون او اسلامي ارشاداتو د هر چا دنده مشخصه کړې او هر څوک بايد خپله دنده او رسالت مخې ته بوځي. هر څوک بايد هرکاره نه شي او نه اسلام هر چا ته د هرکاره توب اجازه ورکوي، په اسلام کې خو ((لکل فن رجال)). يو سړی به ملا وي، خو قاضي کېدای نه شي او قاضي هغه چا ته وايی چې حکومت يې مقرر کړي. هغه به بيا مدني واسلامي قوانين په نظر کې نيسي او خپله فيصله به کوي نه د زيارت ناپوه منجاور او کوډگر ملا. پرته له درې زوايرو او مساجدو چې بيت الله الحرام، مسجد النبوي او بيت الأقصی سفر روا نه دی. اسلام موږ د الله تعالی عبادت ته رابولي، نه د زوايرو. د زوايرو له خدمت نه د جومات خدمت زيات ثواب لري. همدارنگه لمونځ، نوافل او تلاوت پکې.

په درنښت
سيد حسين پاچا

د قران حافظه ملا ووژله / پاکيزه ارزو