د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند ویلي چې له روسیې سره یې اړیکې د پراخېدو په حال کې دي.
ضیا احمد تکل په خپله وروستۍ مرکه کې زیاته کړې، چې کابل او مسکو د سیاسي او اقتصادي ګټو پر بنسټ خپلو اړیکو ته دوام ورکوي.
نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې څو ورځې وړاندې مسکو د اوسني حکومت د یو شمېر مخالفو سیاسي څېرو د ناستې کوربه وو.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې مسکو ډېر ځله د افغانستان په اړه ناستې جوړې کړې، چې د اوسني حکومت یو شمېر چارواکو ته یې هم په کې د ناستې بلنه ورکړې.
روسیي چارواکو ډېر ځله ویلي، چې که په افغاستان کې ټول شموله حکومت جوړ شي؛ نو دوی به یې په رسمیت وپېژني.