اوتونبایوا: د اقلیمي بدلون په بحثونو کې د افغانستان ګډون مهم دی

اوتونبایوا: د اقلیمي بدلون په بحثونو کې د افغانستان ګډون مهم دی


  • 18 ساعته دمخه (17/10/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 12

 

(یوناما) په نړیواله کچه د اقلیمي بدلون په بحثونو کې د افغانستان شتون مهم بللی دی.

 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یا یوناما مشرې روزا اوتونبایوا "پر افغانستان د اقلیمي بدلون اغېز" تر نامه لاندې یوې غونډې ته ویلي، چې د اقلیمي بدلون اغېز ته په کتو سره نشي کولای یو بل کال هم د افغانانو له غږ پرته د اقلیمي بدلون بحثونه مخته یوسي. 

نوموړې داسې مهال یادې څرګندونې کوي چې اقلیمي بدلون په افغانستان کې لا هم د پام وړ اغېز درلودلای دی.