عرفان صديقي:  د عمران خان خوشې کېدو ته هېڅ بهانه نشته

عرفان صديقي: د عمران خان خوشې کېدو ته هېڅ بهانه نشته


  • 1 اونۍ دمخه (19/05/2025)
  • 46

د مسلم ليګ ګوند‌ يو غړي سناتور عرفان صديقي ويلي، د پخواني لومړي وزير عمران خوشې کېدو ته هېڅ بهانه نشته ده.

نوموړي له يوه تلويزون سره مرکه کې ويلي، که عمران خان له دې امله خوشې کيږي چې د پاکستان او هند ترمنځ جګړه وشوه، نو ۲۰۱۹ کال کې بیا نواز شريف ولې خوشې نشو چې هغه مهال هم هند‌ پر‌ پاکستان بريد کړی وو.

صديقي دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې څه موده وړاندې زلمي خليلزاد ويلي وو، داسې اطلاعات يې ترلاسه کړي چې د پاکستان حکومت پلان لري د، ترڅو عمران خان له زندان ازاد کړي.