د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکتورونو ترمنځ ناسته شوې

د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکتورونو ترمنځ ناسته شوې


  • 1 کال دمخه (27/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 579

د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکتور استازو په خپل منځي ناسته کې، د قیتمي ډبرو کانونو، کیمیاوي سرو او د نفتي موادو په اړه خبرې کړې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دا ناسته تېره ورځ په کابل کې ترسره شوې.

د قزاقستان د خصوصي سکتور استازي ارمان یاسین تایوف په کابل، بلخ او کندهار ولایتونو کې د نندارتونونو د جوړولو د هڅو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې ډېر ژر به په دواړو هېوادونو کې د تولیدي صنایعو نندارتونونه جوړ شي.

د یادونې وړ ده چې قزاقستان د خوراکي توکو په برخه کې د افغانستان له مهمو شریکانو څخه دی او ډېری وخت افغانستان له دغه هېواد څخه اوړه واردوي.