وارداتي برېښنا؛ افغانستان د تاجکستان ټول پور خلاص کړ

وارداتي برېښنا؛ افغانستان د تاجکستان ټول پور خلاص کړ


  • 11 مياشتي دمخه (06/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 397

د امریکا په کلمبیا پوهنتون کې مېشتې «یور اسیا نېټ» خپلواکې رسنۍ راپور ورکړی چې سرپرست حکومت د تاجکستان د برېښنا ټول پورونه پرې کړل. 

په راپور کې د تاجکستان د انرژۍ او اوبو سرچینو وزیر له خولې لیکل شوي، په افغانستان کې د نوي حکومت په راتګ سره که څه هم په یو وار پورونه ادا نشول خو اوس یې د برښنا پور په بشپړ ډول پرې کړی دی.

راپور زیاته کړې، چې په ۲۰۲۳م کال تاجکستان افغانستان ته د ۱۱۰ اعشاریه ۴ میلیون ډالرو په ارزښت برښنا ورکړې وه چې د ۲۰۲۲م کال په پرتله پنځه سلنه ډېره وه.

په راپور کې نه دي ویل شوي، چې د ټول پور اندازه څومره وه او نه هم سرپرست حکومت تر دې دمه د دې موضوع په اړه څه ویلي دي.