افغانستان او ترکيې د کرنیزو همکاریو هوکړه لاسلیک کړه.

افغانستان او ترکيې د کرنیزو همکاریو هوکړه لاسلیک کړه.


  • 3 کاله دمخه (09/03/2021)
  • خالد سهار
  • 1549

د افغانستان او ترکیې ترمنځ د کرنې وزارتونو ترمنځ د کرنې اومالدارۍ په برخه کې د همکاریو هوکړه لاسلیک شوه.

 

د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان د کرنې وزارت د تخنیکي، علمي او اقتصادي همکاریو د زمینې برابرولو لپاره د ترکیې د کرنې ریاست سره هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې په یاد هوکړه لیک کې د داوړو هېوادونو ترمنځ د نباتاتو، نباتي حفظ الصحې برخې، مالدارۍ او نسل نیول، حیواني روغتیا، کب روزنه، د کرنې، اوبولګولو، څېړنې او ترویج میکانیزه کېدل او کرنیزې روزنې، د کلیو پراختیا او د خوړو صنعت شامل دي.

 

د یاد هوکړه لیک پر مهال د ترکیې د کرنې او مالدارۍ وزارت وزیر ویلي، چې افغانستان سره پخوانۍ اړیکي لري او دغه ډول هوکړه لیکونه کولای شي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پراخې کړي او ترکيه په دې برخه کې هڅه کوي له افغانستان سره خپله همکاري پراخه کړي.