خلک: پاکستاني ځواکونه سپین بولدک کې له افغانانو غیر انساني چلند کوي

خلک: پاکستاني ځواکونه سپین بولدک کې له افغانانو غیر انساني چلند کوي


  • 1 کال دمخه (17/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 620

سمسور (۲۷غبرګولی۱۴۰۱) ځایي اوسېدوونکي وایي، چې د کندهار د سپین بولدک ولسوالي په دروازه کې پاکستان ته له تلونکو افغانانو سره د پاکستاني ځواکونو چلند غیر انساني دی.

سرچینې ویلي، چې پاکستاني پوځیان په بورقو کې نغاړلې افغان مېرمنې داسې پلټي، چې ان په کمڅيو يې لاس وهي؛ ترڅو مالوم کړي نارینه دی که ښځه.

د سرچینې په خبره، پاکستاني سرحدي ځواکونه افغان مېرمنې له نارینه وو جلا کوي او کانټینرونو ته يې ننباسي او هلته ورسره ناوره چلند کوي.

د سرچینې د مالوماتو له‌مخې، هلته ان له قانوني اسنادو لرونکو  افغانانو سره هم چلند د زغم وړ نه دی.

تر اوسه سرپرست حکومت په دې تړاو څه نه دي ویلي؛ خو ځایي خلک له حکومت د دغې ستونزې د حل غوښتنه کوي او وایي، چې د پاکستاني ځواکونو چلند ورته د منلو نه دی.