کونړ او نورستان کې اورلګېدنه؛ ۱۸۰ هکټاره ځنګلونه سوځېدلي

کونړ او نورستان کې اورلګېدنه؛ ۱۸۰ هکټاره ځنګلونه سوځېدلي


  • 1 کال دمخه (26/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 681

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي، په کونړ او نورستان ولایتونو کې د لګېدلي اور له کبله څه باندې ۱۸۰ هکټاره ځنګلونه سوځېدلي دي.   

د یاد وزارت ویاند شفېع الله رحیمي ویلي، چې دغه اور د کونړ پیچ درې او د نورستان کامدېش ولسوالیو په ځنګلونو کې لګېدلی او لاهم دوام لري.

له دې وړاندې په کونړ کې له پېښو سره د مبارزې ادارې د زیانونو د ارزونې مدیر احسان‌الله ویلي وو، چې یوازې د پیچ درې ولسوالۍ په ځنګلونو کې د رامنځ‌ته شوې اورلګېدنې له امله ۱۴ هکټاره ځنګل او څړ ځایونه سوځېدلي دي.

دغه اور لګېدنه چې د شنبې ورځې په سهار پیل شوې، تر اوسه یې د مهارولو هڅو نتیجه نه ده ورکړې.   

د سیمې خلک د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، که چېرې د دغه اور مخه ونه نیول شي، نو د پراخېدو احتمال یې شته.