د سیمه ییزو راپورونو پر اساس، د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې یوه درې کلنه نجلۍ په یوه برمه کې تر درې ساعتونو برمته کېدو وروسته مړه را اېستل شوې ده.
سیمه ییز راپورونه وایي، دغه نجلۍ تېره ورځ مازدیګر څلور بجې د یادې ولسوالۍ په کلانکېچه سیمه کې برمې ته لوېدلې او پرون شپه اووه بجې د امنیتي مسئولینو لخوا مړه را اېستل شوې ده.
تر اوسه رسمي سرچېنو پدې اړه څه نه دي ویلي.
دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې، چې شاوخوا ۱۸ ورځې وړاندې هم د کندهار ښار په پنځمه ناحیه کې یو ۱۸ میاشتنی ماشوم د ناولو اوبو ګډر ته ولوېدی او مړ را واېستل شو.