اوچا: افغانستان کې بشري وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی

اوچا: افغانستان کې بشري وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی


  • 1 کال دمخه (11/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 611

سمسور نیوز (۲۲سلواغه۱۴۰۱) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې يا اوچا په افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

اوچا په یوه ټوېټر کې ویلي، د دې احتمال شته، چې په افغانستان کې بشري وضعیت لا خراب شي. 

اوچا ویلي، د افغانستان دوه پر درېیمه برخه وګړي اړمن دي او ښايي د نه پاملرنې له کبله دا وضعیت نور هم ترینګلی شي. 

اوچا د روان ۲۰۲۳ کال په لومړیو کې د افغانستان لپاره له نړۍ د ۴،۶ میلیارده ډالرو د مرستې غوښتنه کړې ده.   

دا په داسې حال کې ده، چې تېرې اوونۍ د روغتیا نړیوال سازمان په یو راپور کې ویلي و، چې په افغانستان کې روان کال ۲۸،۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.