د پاکستان پارلماني ټاکنو ته یو خپلواک کاندید ریحان زېب خان نن په باجوړ کې د نامعلومه کسانو په برید کې وژل شوی دی.
پاکستاني رسنیو د پولیسو له قوله ویلي، چې په دغه برید کې د ریحان زېب څو همکاران هم ټپیان شوي دي.
ریحان زېب د پخواني صدر اعظم عمران خان د تحریک انصاف ګوند غړی و.
د پاکستان پارلماني ټاکنې راتلونکې اوونۍ یا د فبرورۍ اتمې نېټې ته پلان شوي دي.