سهیل شاهین وایي، که امریکا په ټاکلي وخت ونه وځي؛ نو جګړه غځوو

سهیل شاهین وایي، که امریکا په ټاکلي وخت ونه وځي؛ نو جګړه غځوو


  • 3 کاله دمخه (02/02/2021)
  • عارف سمیر
  • 1120

سهیل شاهین وایي، که امریکا په ټاکلي وخت ونه وځي؛ نو جګړه غځوو

 

 د طالبانو د سیاسي ډلې ویاند سهیل شاهین تېره ورځ ایراني خبریالانو سره په خبرو کې وویلي، په افغانستان کې د امریکا او نورو بهرنیانو شتون د اشغال په معنی دی او که دوی له افغانستان څخه پخپل وخت ونه وځي؛ نو مونږ به جګړو ته دوام ورکړو.

نوموړي  همداراز زیاته کړې، که امریکا د دوحې پر تړون له سره کتنه کوي، طالبان ورته اماده دي؛ خو دوی باید له افغانستان څخه وتلو ته امادګي ونیسي.

د طالبانو ویاند سهیل شاهین ایرانې خبریالانو سره یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې ویل کیږي امریکا به په افغانستان کې له ټاکلې مودې وروسته هم د خپلو پوځیانو حضور ته ادامه ورکړي.