هېواد کې د 'افغان پانګې' محدودالمسؤلیت شرکت پرانیستل شو

هېواد کې د 'افغان پانګې' محدودالمسؤلیت شرکت پرانیستل شو


  • 2 کاله دمخه (19/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 600

سمسور (۲۹غبرګولی۱۴۰۱) د اسلامي امارت سرسپرست حکومت له خوا په افغانستان کې د «افغان پانګې» په نوم محدودالمسؤلیت شرکت پرانیستل شو.

د ا.ا چارواکو په کابل کې د یاد شرکت د پرانیستلو په مراسمو کې ویلي، چې دغه شرکت به د کانونو انرژۍ، ساختماني او کرنې په برخو خپلې چارې پيل کړي. 

د چارواکو په خبره، یاد شرکت به په لومړیو کې ۱۳ افغان پانګول د ۲۵۰ میلیون امریکايي ډالرو په کچه پانګونه وکړي.

ا.ا تر دې وړاندې ویلي، چې د دوی حکومت د افغان پانګوالو او سوداګرو ملاتړ کوي او هڅه کوي، چې د پانګونې لپاره زمینه برابره کړي.