متقي پاکستان ته: په کومه سترګه چې درته ګورم، ته هم راته په هغه سترګه وګوره

متقي پاکستان ته: په کومه سترګه چې درته ګورم، ته هم راته په هغه سترګه وګوره


  • 1 کال دمخه (25/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 757

سمسور نیوز (۴مرغومی۱۴۰۱) د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ګډه پوله ستونزې جوړول د دواړو هېوادونو په زیان دي.      

امیر خان متقي نن په کابل کې د «مالي جریمو معافیت د صنعت او سوادګرۍ د ملاتړ» غونډه کې پاکستان ته په خطاب کې وویل، چې پر ډیورنډ فرضي کرښه ستونزې جوړول د دواړو لوریو په زیان دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري او راشه درشه باید د اصولو له مخې وشي.

هغه وویل دا، چې پاکستان د افغانستان له لارې مرکزي اسیا ته ترانزیټ کوي، افغانستان هم حق لري چې د پاکستان له لارې ګټه واخلي.

سپرست وزیر زیاته کړه: «زه تاته د ورور، سیال، مسلمان په سترګه ګورمه،  ته هم په هغه سترګه راته وګوره.»

نوموړی داسې مهال یادې څرګندونې کوي، چې روانه میاشت د سپین بولدک - چمن پر پوله د افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ څو ځلې نښتې وشوې او دواړو لوریو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.