فاریاب کې ۱۶ ملکیانو ته مرګ ژوبله

فاریاب کې ۱۶ ملکیانو ته مرګ ژوبله


  • 3 کاله دمخه (31/01/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 992

د فاریاب امنیتي چارواکي وایي ددغه ولایت د المار ولسوالۍ د مرکز اړوند بازار باندې د هاوان ګولیو د لګیدو له امله ۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

د چارواکو په وینا وسله والو طالبانو د المار ولسوالۍ د مرکز اړوند یو بازار باندې دوه هاوانونه را توغولي چې له امله یې یاده مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.

هغوي وایي په دغه پیښه کې څو دوکانونه هم ویجاړ شوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.